ایکناخبری آژانس راپور راکړ،د قرآن کریم دیرشم نړیوال نندارتون د مختلفو هیوادونو د استازو په شتون سره دترسره کیدا په حال کې دی.
یوه هغه موضوع چې د سږکال قرآن نندارتون په نړیوالې څانګې کې ئې نظرات ځان ته جلب کړي دي، د هغو هیوادونو د استازو ګډون دی چې سره له دې چې مسلمانان په کې په اقلیّت کې دي،خو په دغې پيښې کې په شتون سره هڅه کوي، دخپلو هیوادونو ددیني او قرآني فعالیتونو په باب اطلاعات خلکو ته ورسوي.
د قرآن کریم د دیرشم نړیوال نندارتون کې د تایلینډ سټال مسئول او دیني مبلغ نوم پټان ایکنا خبری آژانس سره په خبرو کې دسږکال نندارتون په باب دیوې پوښټنې په ځواب کې هغو محدودیتونو ته په اشارې سره چې په تیرو کلونو کې د کرونائي بحران په دلیل موجود ؤ،ووئيل، دوه کاله وروسته شاهدان یوو چې سږکال نړیوال نندارتون په ډير ښه ډول ترسره کیږي او ډول ډول غرفي او مختلف سټالونه دا موضوع تائيدوي.
نوم پټان زیاته کړه ،دغه ډولوالی په نندارتون کې شتون ته د خلکو دلازیاتې هڅونې سبب کیږی او؛لولم دې؛ په عنوان سره دسږکال نندارتون شعارپه همدې لړکې دی چې خلک د قرآن لوستلو،د مفاهیمو پوهیدنې او په ژوند کې دهغو د حکمونو اعمالولو ته بولي.
د تایلینډ دغه دینی مبلغ د سږکال نندارتون خاص ځانګړنه د نړیوالو ګډون کونکو د پام وړ شتون وباله او روښانه ئې کړه، په نړیوالې برخې کې د مختلفو هیوادونو د استازو د شتون شاهدان یوو او هیله مند یم ډیری ایرانیان ددغو هیوادونو له قرآنی فعالیتونو سره آشنا شي.په یوې بلې برخې کې چې زما ډيره د پام وړ ګرځيدلې،له ماشومانو سره اړونده برخې دي،چې هڅه شوې ده اسلامی او قرآني مفهومونه دوی ته په ساده ژبې ورمنتقل کړي.
هغه زیاته کړې،ماشومان د کلمې په حقیقي معنا دوی د هغو تخمونو په څیر دي چې د د غوړیدا په تمه دي.